زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-18  |  2024-04-27  |  تازه شوی په: 2024/04/27 - 06:53:0 FA | AR | PS | EN
په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی             ملا برادر د قزاقستان د مرستیال صدراعظم سره پر ګڼو موضوعاتو غږیدلی             افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو             امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ             ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی             اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار             د هلمند او کندهار اوسېدونکو ته ښه زیری             پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه             زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي             د "سوري زړه په ناروغۍ" اخته ۱۵ ماشومان روغتونونو ته ورپېژندل شو             افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو هڅې             ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې             د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی             ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل             پنجشېر ته د روسي سېلانیانو د یوې اووه کسیزې ډلې سفر            

تاريخ النشر: 2024/03/20 - 04:28:5
زيارة: 161
مشاركة مع الـأصدقاء

د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو
 د افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وو

انصار: ( د وری 1)، د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې پخواني مشر جنرال مارک میلي د پخواني افغان پوځ او حکومت سقوط یوه ستراتیژيکه ناکامي وبلله، خو د امریکا د شل کلن ماموریت ننګه یې وکړه.

جنرال مارک میلي او د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر جنرال فرنک مکنزي د امریکا استازیو جرګې ته ورغوښتل شوي وو څو د تخلیې د عملیاتو په تړاو پوښتنې ځواب کړي.

جنرال میلي زیاته کړه: "د شلو کلونو په تېرېدو سره موږ پوځیانو هلته د پوځ او دولت په جوړولو کې مرسته وکړه خو ملت مو نه شو جوړولای. دښمن کابل اشغال کړ د حکومت سقوط پېښ شو او هغه پوځ چې موږ یې ملاتړ کاوه له منځه لاړ. دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده. خو پوځ هلته شل کاله میلیونونو افغانانو ته امیدونه ورکړل. په وروستیو ورځو کې مو ۱۳۰ زره افغانانو ته د ژوند او ازادۍ بې ساری فرصت په خورا لوړه بیه برابر کړ. تر ټولو مهمه دا چې موږ د امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د تروریستي برید څخه خوندي کړل هغه څه چې زموږ سیمه ایز ماموریت و او دا ماموریت نن هم دوام لري."

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال فرنک مکنزي بیا وویل چې له پوځي پلوه امریکایي عسکرو بې ساری عمل وکړ او وتوانېدل د تخلیې عملیات سر ته ورسوي خو د هغه په خبره دا پالیسۍ او پرېکړې وې چې ستونزې یې رامنځته کړې وې.

د تخلیې د عملیاتو پر مهال د اګست په ۲۶مه د کابل د هوايي ډګر خولې ته یوه ځانمرګې حمله وشوه چې پکې لږ تر لږه ۱۷۰ افغان ملکیان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول. د داعش ډلې خراسان څانګې د هغه برید مسوولیت ومانه.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مککال په پرونۍ استماعیه غونډه کې پر دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو کلکې نېوکې وکړې چې د تخلیې د عملیاتو پر مهال یې د ځينو مساییلو په تړاو د دوی پوښتنې بې ځوابه پرېښي او له پامه یې غورځولي.

په دغه غونډه کې امریکایي سنایپر یا نښه ویشتونکی تایلر وارګس اندروس هم حضور درلود چې د مایکل مککال په خبره د انتحاري بریدګر د ویشتلو لپاره یې قومندانانو د هغه غوښتنه له پامه غورځولې وه.

"هغه د ابي په دروازه یا abbey gate کې سنایپر وو. او موږ ته یې شاهدي راکړه چې ځانمرګی بریدګر یې په خپل دید ساحه کې درلود. هغه د سنایپر عکسونه او نور اړوند اسناد استولي وو او له خپلو قومندانانو یې اجازه غوښته چې ځانمرګی بریدګر هدف وګرځوي. دا خبرداری له پامه غورځول شوی و. هغه هیڅکله بیرته څه نه وو اوریدلي. ما او د وسله والو خدماتو د کمیټې رییس له دې شهادت وروسته دفاع وزارت ته یو لیک واستاوه او ترې وموغوښتل چې دا اسناد او عکسونه کانګرس ته وسپارل شي. تر دې دمه پورې دفاع وزارت دا غوښتنه له پامه غورځولې او رد کړې یې ده."

مککال همداراز د تخلیې د عملیاتو پرمهال د بهرنیو چارو وزارت په چارواکو هم نیوکه وکړه چې له دوی سره یې همکاري نه ده کړې او سره له دې چې قانوناً د تخلیې د عملیاتو پالیسي او پرېکړې یې په لاس کې وې دوی یې دفاع وزارت ته راجع کړي.

مککال وویل د دې لپاره چې له افغانستانه د تخلیې د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې فاجعې او ننګونې بیا پېښې نه شي دا اوسنۍ څېړنې مهمې دي.

د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ له افغانستانه د تخلیې عملیات بشپړ کړل او د وروستي امریکايي عسکر په وتلو یې په دغه هېواد کې خپل ماموریت پای ته ورساوه.

دا هغه ورځې وه چې طالبانو د افغانستان ټولې سیمې نېولې وې او پخوانی پوځ هم د څو ورځو په موده کې مات او حکومت سقوط کړی و.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30685






*
*

*



قرأ

په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو


امریکا کې یوې محکمې د میر رحمان رحماني په اړه پر لومړني حکم اعتراض رد کړ


ضمير کابلوف متقي سره د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه غږېدلی


اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سفر او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار


پر یوې تندلارې اسراییلي پوځي قطعه د امریکا احتمالي بندیزونه


زیلینسکي: اوکراین به دوهم افغانستان نه شي


ایران، اسرائیل کړکېچ؛ د تاوتریخوالي کمېدو هیله رامنځته شوې


د طالبانو حکومت د کره کتنې ادارې غړی محمد عمر جان وژل شوی


ایران پر اصفهان ښار د اسرائیلو د برید راپورونه رد کړل


د اسراییل او ایران لخوا یو بل ته د ناندریو د دوام په صورت کې د نورو بریدونو ګواښونه


جرمني له چین څخه غوښتي چې روسیه د اوکراین جګړې ختمولو ته وهڅوي


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له اسراییلو غوښتي پر ایران برید ونه کړي


اسراییلو ته د ایران د برید په اړه وار د مخه استخباراتي معلومات رسول شوي وو


د تماس ډلې د جوړېدو ځنډېدل؛ پاکستان په دې ډله کې د هند له غړیتوب سره مخالفت کوي


د امنیتي تړون سازمان د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره د روزا اوتونبایوا کتنه


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي‌استازي ‌د ټاکلو هڅې


اسراییلي ځواکونه د غزې له خان یونس ښار څخه په شا شول


د تونس ساحلي ځواکونو د ۱۳ غرق شویو پناه غوښتونکو جسدونه له اوبو وویستل


د غزې خونړۍ جګړه ۶ میاشتنۍ شوه، خو د سولې هڅو لا نتیجه نه ده ورکړې


تاجکستان په دوشنبه کې د اوکراین سفارت لخوا د داعش ډلې لپاره د فعالیت ادعا رد کړه


هند د اتومي موادو لېږدونکي بالسټیک توغندي ’بریالۍ’ ازموینه کړې


پاکستاني طالبان او حکومت دې په خپلو کې روغه وکړي


د حماس د مشر له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو پر بشپړ وتو او تلپاتې اوربند ټینګار وکړ


بې پیلوټه الوتکې د افغانستان حریم نقضوي





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان